د خپل مظلوم اولس د چا څخه ژغورنه وکړم؟
څوک مو قاتل دى او د چا نه يې پوښتنه وکړم؟
خدايه په دې تنکي مخونو يې زړۀ څنګه کېدو
دا څنګه زړۀ دى په کوم ټکي يې غندنه وکړم؟
د چا لاسونه د چا پښې د چا سرونه مات دي
په کوم بدن باندې د کوم پرهار ګنډنه وکړم؟
ټوله دنیا راته سور اور شوه آخر چيرته لاړ شو
کوم در ته وژړم د چا نه به غوښتنه وکړم؟
وير دى ماتم دى په هر کور کې واويلا شروع ده
مشکور د کوم يو غمځپلي ډاډګيرنه وکړم؟
0 Comments